اسلام آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي نن يوه تاريخي ورځ ده ٬ سينيټ څخه د اسلامي جمهوريه پاكستان په دستور كښې لا بدلون لپاره 26 م آئيني بدلون بل منظور كړے شو، دا د ميثاق جمهوريت د ايجنډې ترسره كېدل دي٬ په اعلی عدالتونو كښې د ججانو او د سپريم كورټ د چيف جسټس د تقررۍ په شمول په نورو تګلارو كښې بدلونونه وكړے شول۔ د اتوار په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه ??ښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ په 26 م آئيني بدلون بل 2024 سېنېټ څخه په منظور شوي صورت كښې د غور كولو تحريك وړاندې كړو۔ ده ووئيل په اعلی ??دل??ه كښې يو شمېر ججان د خپلې مرضۍ له مخې كار ??وي اوس به د هغوي په كاركردګۍ هم نظر ساتلې شي دغسې چې څوك كار نه ??وي هغه كور ته ولېږلې شي۔ د هائي كورټ جج لپاره د عمر حد 45 كاله څخه 40 كاله كړے شوے ۔ ده د آئيني بدلون وړاندې كولو او د دې منظورۍ له په هڅو كولو د مولانا فضل الرحمن په شمول د نورو اتحادي او اپوزيشن ګو??دو مشرانو مننه وكړه
Nguồn bài viết : GEM Điện Tử